د وزیراعظم عمران خان پاك ایران بزنس فورم كښې د پاكستان او ايران كاروباري ورورولۍ ته وېنا

image
APP48-22 TEHRAN: April 22 - Prime Minister Imran Khan addressing the business community of Iran and Pakistan at Iran-Pakistan Business Meeting Forum. APP

تهران 22 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان او ایران دې د خپل صلاحيت څخه بشپړه استفاده كولو سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره تګلاره ولټوي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ پاك ایران بزنس فورم كښې د پاكستان او ايران كاروباري ورورولۍ ته خپلې وېنا كښې وكړې ٬ وزیراعظم ووئيل د چين د سوئيلي ختيزې اسياء او آسيان قامونو پشمول چې كوم هېوادونه په اقتصادي توګه د غورې كاركردګۍ څرګندونه كوي د ھغوي سره د شريك تجارت تناسب ډېر زيات دے ٬ خو د بده مرغه د پاكستان ، ایران، هند او افغانستان ګاونډيانو هېوادونو سره د دوه اړخيزه تجارت تناسب ډېر كم دے۔ وزیراعظم ووئيل ایران چې آبادي ئي 8 كروړه ده او پاكستان چې آبادي ئې 21 كروړه ده دا ډېر لوي معيشتونه پكار وٶ خو د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب دواړه هېوادونه د تجارت د صلاحيت نه استفادې كولو څخه پاتې دي۔ ده ووئيل د دې خبرې نه قطع نظر چې ايران بندېزونو سره مخ دے او پاكستان هم سخت وخت څخه تېرېږي٬ دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت ته وده وركول پكار دي۔ ده كاروباري ټولنې ته ووئيل يوازې لس فيصده وريژې پاكستان نېغه په نېغه برآمد كولې شي او پاتې بالواسطه توګه برآمد كېدې شي۔وزیراعظم ووئيل په موجوده حالاتو كښې دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره تګلارې لټولو لپاره سوچ او فكر كول پكاردے ۔ وزیراعظم تېره ورځ په مشهد كښې د حضرت امام رضا مزار ته د تللو ذكر او د خپلو جذباتو څرګندونه وكړه٬ د دې نه پس وزیراعظم خپلې اقتصادي ډلې سره د ګډون كوٶنكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں