د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر مير عبد القدوس بزنجو پلار مير عبد العزيز بزنجو په حق ورسېد

image

کوئټه۔ 18مئی (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر میر عبدالقدوس بزنجو پلار پخوانې صوبائي وزير میرعبدالمجید بزنجو کراچۍ كښې په حق ورسېد۔ ارواښاد څه مودې څخه د كراچۍ په يو نجي روغتون كښې درملنو ته بستر وو۔ د خالي په ورځ په حق ورسېد۔ د بلوچستان اعلی وزير جام کمال خان، بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر ملک سکندر خان اېډوکېټ او نورو صوبائي وزيرانو او د اسمبلۍ غړو د ميرعبدالمجید بزنجو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونې سره ووئيل د میر عبدالمجید بزنجو حق رسېدو سره د بلوچستان په سياست كښې يوه خلا رامخې ته شوېده۔ ارواښاد يو مشر سياستمدار او نفيس انسان وو۔ دوئي دعا وكړه چې لوئې څښتن دې اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں