په بره دير كښې كندې ته د ګاډي لوېدو په پېښه كښې 6 كسان په حق رسېدلي دي

image

پېښور 23 نومبر (اے پي پي﴾ په بره دير كښې كندې ته د ګاډي لوېدو په پېښه كښې 6 كسان په حق رسېدلي دي. د خبر له مخې په كوهستان بريكوټ بره دير كښې يو فيلډر ګاډې ژورې كندې ته پرېوتې او په نتيجه كښې ئې په ګاډي كښې سواره د ډرائيور پشمول 6 كسان په ټكي مړه شوي دي. ځائي خلقو د ګاډي نه جسدونه راويستلي دي. پېښه د خراب سړك په نتيجه كښې رامېنځ ته شوې.

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں