د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا

image

لاهور 21 دسمبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د عمران خان كمزورې كولو او د ادارو ترمېنځه د تصادم هڅه كوونكي به ناكام شي، عدليه او پوځ د پاكستان مهمې ستنې دي كومې به چې په خپلو كښې ټكر نه شي، بلاول بهټو د زېډ جي پي اېل د كال 2011م سي اي او پاتې شوے، د يو نيم ارب روپو ټرانزېكشن د هغه په لاسليك شوي، ټول فرېټ ټرېن پرائيوېټ كولې شي، د پروېز مشرف په ضد پېرا 66 غېر آئيني او غېر اسلامي ده، د خورشيد شاه 126 اكاٶنټونه برآمد شوي دي خو د احتساب عدالت لخوا ئې ضمانت ترلاسه كړے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې د رېلوے په هېډكوراټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې وړومبې موقع ده چې ملزم او مجرم به په لندن كښې نيو ائير لمانځي. ده ووئيل چې شهباز شريف د وكټ په دواړو خوا لوبه كوي. ده ووئيل چې د پاكستان نوي ستر قاضي جسټس ګلزار احمد ته مباركي وركوم او هيله لرم چې د ده راتللو سره به حالات ښه شي. ده ووئيل چې د هټلر مودي په ضد چې څنګه د هند پشمول د نړۍ مسلمانان راوتلي دي، زما اسلامي امت ته خواست دے چې هغوي د خپلو مسلمانانو وروڼو په ملاتړ كښې بهر راوځي او په يوه خوله دې د كشمير مسئلې پشمل د مسلمانانو د ټولو ستونزو په حل ټينګار وكړي. وفاقي وزير ووئيل چې د عمران خان كمزورې كولو او د ادارو ترمېنځه د تصادم هڅه كوونكي به ناكام شي، عدليه او پوځ د پاكستان مهمې ستنې دي كومې به چې په خپلو كښې ټكر نه شي، بلاول بهټو د زېډ جي پي اېل د كال 2011م سي اي او پاتې شوے، د يو نيم ارب روپو ټرانزېكشن د هغه په لاسليك شوي، ټول فرېټ ټرېن پرائيوېټ كولې شي.

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں