پاکستان د مدينې ریاست په ډول اسلامی فلاحی ریاست جوړولو له چمتو يؤ، بدعنوانی هېواد لپاره لوے کینسر دے، د قانون د سرلوړۍ نه غير كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې، د وزیراعظم عمران خان د علماﺀ مشائخ کنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان د مدينې ریاست په طرز اسلامی فلاحی ریاست جوړولو له چمتو يو، بدعنوانی هېواد لپاره تر ټولو لوئے کېنسر دے، د قانون سرلوړۍ نه غير كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې، د هېواد څخه په اربونو روپۍ غلا كونكې این آر او غواړي۔ د زياتره غریب او پرمختګ كونكو هېوادونو د پسماندګۍ لويه وجه بدعنوان قیادت وي، لويديزو هېوادونو د اسلامی فلاحی نظام اصول خپلولو سره مخ په وړاندې تللي دي، د رايو آزادی مطلب دا نه دې چې مذهبی كركې له هوا وركړې شي، لويديز له به باور كول وي چې انتها خوښي او ترهه ګري اسلام سره كوم تعلق نه لري، علماﺀ کرامو له به اتحاد او يووالي سره هېواد په خپله اصل لاره بيرته راوستلو لپاره كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده علماﺀ مشائخ کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ کنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری او سجادہ نشین عیدګاہ شریف پیر حسان حسیب الرحمن هم خطاب وكړو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان په جوړيدو كښې د علماﺀ مشائخ مهم کردار ؤ، علماﺀ مشائخ د بابائے قوم سره په ګډه د پاکستان جوړولو لپاره بشپړه كردار ترسره كړې، قائداعظم پاکستان د اسلامی فلاحی ریاست رول ماډل جوړول غوښتل،نن هم پاکستان رول ماډل جوړولو له د علما کرامو کردار مهم دې،د نړۍ په تاريخ كښې پاکستان يواځنې هېواد دې كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوے، علامه اقبال هم پاکستان يو داسې هېواد ليدل غوښتل كوم چې د نړۍ لپاره رول ماډل وي، لوے مسلمان سکالر محمد عبدہ هم څه د پاڅه سل كاله وړاندې د لويديز څخه مصر ته بيرته راغلے وو هغه ووئيل لويديز كښې مسلمان نه ؤ خو اسلام مې ډير وليدو دغسې مصر كښې مسلمان خو شته خو اسلام نشته،تېير وخت كښې د مسلمانانو کردار کتلو سره وګړو اسلام قبولولو خو د بده مرغه مونږ د دې څيز څخه لري شوې يو، پاکستان يو داسې هېواد جوړول ؤ كوم كتلو سره چې نړۍ متاثر شي ، علما مشائخ له به هېواد په خپله اصلي لاره بيرته راوستلو له كردار ترسره كول وي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل لويديز كښې ترهه ګري د اسلام سره تړلو سره د اسلامی ترهه ګرۍ او اسلامی انتها خوښۍ اصطلاح استعماليږي، افسوس په دې خبره دې چې تيرو 20 كلونو كښې د اسلامي هېوادونو د اړخه په دې غبرګون نه دې رامخې ته شوي،ملګرو ملتونو او او آئی سی په شان پلیټ فارم شته چرته چې اسلامي لارښودو له دا ووئيل پكار ؤ چې ترهه ګري د اسلام سره كوم تعلق نه لري، دین او ترهه ګري خپلو كښې كوم تعلق نه لري، لويديز كښې چري هم د اسلامي لارښود د اړخه د دې وضاحت نه دې شوي۔ وزیراعظم ووئيل هره ټولنه كښې انتها خوښي او اعتدال خوښې كسان وي ، انتها خوښي اسلام سره تړلو په اړه نړۍ مونږ نه يو پيژندلې او خبره دې ځائې ته رارسيدلي چې ځانمرګي بريدونه هم د اسلام سره تړلې كيږي حالانکه نائن الیون څخه وړاندې تر ټولو زيات ځانمرګي بريدونه ټاملوں كړې ؤ كوم چې هندوان ؤ خو چرې هم په دې اړه هندو ترهه ګرۍ اصطلاح نه ده استعمال شوي،دې نه وړاندې جاپانیانو هم دويم لوئ جنګ كښې چې كله ماتي سره مخ شوې ؤ، د بيړو څخه په به ئې د امریکې په بيړو بريدونه كول نو هغه وخت هم د هغوي د دين نامه نه اخستلې كيده، سلمان رشدی چې كله فتنه خپره كړه نو هغه د مسلمانانو د اړخه د رد عمل علم لرلو او هغه دغه ردعمل په لويديز كښې د رايو آزادۍ په لاره كښې د خنډ په توګه وړاندې كولو هڅه وكړه خو لويديز د اصل صورتحال علم نه لرلو ځكه چې لويديز د دين په اړه رویه مسلمانانو څخه مختلف ده۔ وزیراعظم ووئيل اسلامي لارښودو بايد لويديز ته وئيلي ؤ چې مونږ د حضور اکرم(ص) د ذات مبارك سره څومره مينه ، عقیدت، او محبت لرو، د ريايو څرګندونې آزادۍ په نامه توهین رسالت کولو سره زمونږ جذبات دې مجروح نه كړې شي۔ده ووئيل نیوزی لینډ كښې يو تن ټوپك سره 50 مسلمانان په جومات كښې شهيدان كړي، دا انتها خوښي ده، اسلامو فوبیا معامله مو ملګرو ملتونو او په نور فورمز په بشپړه ډول پورته كړې او اسلامی هېوادونو مشرانو ته مو خطونه ليږلې چې تر څو مونږ د اسلامو فوبیا مقابله ونه كړو نو زمونږ جذبات مجروح کونكې څيزونه به بيا بيا رامخې ته كيږي دغسې یهودی چونکه منظم دي ځكه څوك د هغوي پھ ضد په لويديز كښې خبره نه شي كولې او په اسرائیل تنقید هم نه زغملې كيږي، د رايو آزادي په وجه مونږ د هولو کاسټ په اړه كومه منفی خبره نه شو كولې او څلور اروپائي هېوادونو كښې په دې د زندان سزا وركړې كيږي، هلته خو د رايو آزادي په نظر نه راځي خو د مسلمانانو خپله کمزوری ده،زه د اسلامي هېوادونو د لارښودو په وړاندې دا معامله پورته كوم او د لويديز مشرانو په دې د پوهيدو هڅه كوم چې د حضور اکرم(ص) په شان كښې ګستاخی مسلمان برداشت كولې نشي۔ وزیراعظم ووئيل د مدینې ریاست حضور اکرم(ص) جوړ كړې، دا زما ايمان دې چې كوم هم قوم د مدينې ریاست په اصولو روان وي هغه به پرمختګ كوي او لوے څښتن به ئې مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د مدينې رياست كښې د قانون سرلوړي وه، نړۍ كښې تر نن كومې هم ټولنې پرمختګ نه دې كړې تر څو چې د قانون سرلوړي نه وي ۔ ده ووئيل دلته چې د چا په ضد د اربونو روپو کیسز دي او وائي چې مونږ له دې اين آر آو راكړې شي،د دروغو په كيسونو كښې وګړي په زندانونو كښې دي او د چا په ضد چې ثابت شوي چې هغوي د اربونو روپور غلا كړي هغه این آر او غواړي۔ وزیراعظم ووئيل وګړو ته د دې وئيلي ته اړتيا ده چې د مدينې ریاست اصول څه ؤ ، 15، 20 كاله كښې هغوي د نړۍ دوه لويو طاقتونو له ماتې وركړې، ټوله نړۍ دې ته حيرانه وه چې دومره لوئ انقلاب څنګه راغلو ،په دې لړ كښې بايد علما مشائخ وګړو كښې خبرتيا پيدا كړي۔ وزیراعظم ووئيل مولانا رومي وئيلي وو چې كله كوم قوم كښې د ښه او بد تميز ختم شوي نو هغه مړ شي ولې پېسه غلا كېږي بيا راځي او اخلاقيات نه ختميږي۔ د افسوس خبره دا ده چې يو تن ته سترې محكمې سزا وركړې ده او هغه دروغ وئيلو سره د هېواد نه بهر تښتېدلے دے او د هغه په اړه معلومه ده چې د هغه به اربونو روپۍ بهر دي۔ ځينې لوئے خبريالان عدالت ته لاړل چې هغه ته دې د تقرير اجازه وركړې شي۔ دې سره مونږ خپلو ځوانانو ته كوم پېغام وركوؤ چې آيا غلا كول بد كار نه دے۔ په لوئيديز كښې كه څوك د هېواد پېسه داسې لوټ كړي نو تقرير لوئے شے دے په كوم محفل كښې هم ناسته كولې نه شي۔ وزيراعظم ووئيل بدعنواني د هېواد تر ټولو لوئے كېنسر دے۔ ټوله ټولنه ددې مقابله كوي۔ وزیراعظم ووئيل په سنګاپور كښې زيات كرپشن وو ولې اخلاقي اقدارو ته وده وركولو سره په بدعنوانۍ قابو وموندلے شو۔ علماﺀ كرامو او مشائخو له به په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل مونږ له به د ريښتيا اهميت په اړه هم اولسي شعور بېدارول وي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان ته لوئے څښتن بلها نعمتونه وركړي دي۔ د مدينې رياست لپاره هڅې د يو تحريك پېل دے۔ سوئچ آن آف كولو سره رياست نه مضبوطيږي بلكې دې له به كردار سازي كول وي۔ هغه ووئيل كله چې كوم قوم په ريښتيا عمل كوي او خپله ذهن سازي كوي او د كوم دروغو خدائے ته نه ټېټېږي او د پېسې لالچ نه كوي نو هغه قوم پرمختګ كوي او په دې هڅو كښې بايد ټول شامل شي۔ يوازې مونږ هېڅ كولے نه شؤ

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں