د صدر ډاكټر عارف علوي د قائداعظم اكېډمۍ كراچۍ دورې په مهال د خيالاتو څرګندونه

image
APP10-170221 KARACHI: February 17 - President Dr. Arif Alvi chairing a meeting with the officials of Quaid-e-Azam Academy. APP Photo by M Saeed Qureshi

كراچي 17فروری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د قائداعظم اكېډمي كتابتون د ټولو نايابه كتابونو ډيجيټلائز كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د سكالرز او محقېقانو دې ته رسېدل او دې نه استفاده كول دې آسان كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د قائداعظم اكېډمي كراچۍ دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه د قائداعظم محمد علي جناح او نيمې اوچې مسلمانانو له د يو جلا هېواد ترلاسه كولو هڅو كښې د شاملو ملګرو په حقله تحقيق لپاره د مركز د جوړېدو ستائنه وكړه۔ صدر د اكېډمۍ اولني ډائرېكټر پروفېسر شريف المجاهد او نورو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې د دې ادارې يو فعاله تحقيقي او اشاعتي مركز جوړولو له بنيادي كردار ترسره كړے۔ صدر ته د ادارې په حقله بريفنګ وركړے شو۔ هغه به دې مهال ووئيل تحقيقاتي كار او د نوې ريسرچرز تعيناتولو عمل تند كړئ۔صدر ته ووئيل شول د ادارې لخوا 80 كتابونه هم چاپ شوي۔ صدر د ادارې د كتابتون دوره وكړه او په دې موقع ئې د اكېډمۍ شائع كړي كتابونه هم واخستل او د كومو پېسې چې صدر د خپل جېب نه وركړې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں