داخله وزير شېخ رشيد سره د قطر سفير ملاقات

image
APP55-160221 ISLAMABAD: February 16 - Ambassador of Qatar Sheikh Saoud Bin Abdulrehman Bin Faisal Al-Thani called on Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed. APP

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد وئيلي دي پاکستان او قطر پخوانۍ اړيكې لري۔ د دواړو هېوادونو اولس يو بل د زړه نه خوښوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه پاكستان كښې د قطر سفير سعود عبد الرحمن الثاني سره وكړه چا چې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې ملاقات كښې د پاكستان او قطر ترمينځه په زياتو شويو اړيكو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې پاكستانو وګړو له د قطر وېزا آسانيو په حقله هم خبرې وشوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د قطر سفير ووئيل پاكستان او قطر د تجارت ډېرې موقعې لري۔ دې لپاره به عملي ګامونه پورته كول وي۔ قطري سفير شېخ رشيد احمد ته د داخله وزارت په قملدان سنبالولو مباركي وركړه او هغه ته ئې د قطر دورې كولو بلنه هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں