ايران سره به ملكي تجارت ته وده وركولې شي۔ داخلي سلامتيا باوري جوړولو له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد

image

تفتان بارډر۔20فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي ايران سره ملكي تجارت ته به وده وركولې شي او تګ راتګ به لا آسان كړؤ۔ داخلي سلامتيا باوري كولو له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ د تفتان دورې په مهال وكړه۔ داخله وزير په پاك ايران پوله د ازغن تار لګېدو ٬ تفتان كښې د تجارت ودې او د تګ راتګ آسانيو جاج واخست۔ د اېف سي بلوچستان ساؤت آئي جي مېجر جنرل آئمان بلال صفدر هم داخله وزير سره وو۔ داخله وزير د چورلكې د لارې تفتان ته ورسېد۔ دغلته هغه په پاك ايران بارډر د ازغن تار جاج واخست۔ هغه زائرينو له د جوړ كړې شوي كېمپ هم جاج واخست۔ په دې مهال داخله وزير ته د پاكستان او ايران ترمينځھ تګ راتګ سره اړوند بريفنګ وركړے شو۔ هغه چارواكو ته د زائرينو آسانيو لا ښه كولو هدايت وكړو۔ داخله وزير ووئيل په پاك ايران پوله د ازغن تار لګولو كار 40 فيصد بشپړ شوے دے۔ په 928 کلومیټره اوږده پوله به د ازغن تار لګولو كار د روان كال تر دسمبر مياشتې بشپړ شي۔ هغه ووئيل پاكستان د ايران او افغانستان مېنجمنټ سره په پوله مېنجمنټ كښې جدت رامخې ته كول غواړي۔ هغه ووئيل ملكي تجارت ته به وده وركړؤ او د خلكو تګ راتګ لا آسان جوړ كړؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان داخلي سلامتيا باوري جوړولو له ټولې ممكنې وسيلې كارؤ ۔ دا خبره دې ياده وي چې داخله وزير په څلور ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ بلوچستان ته رسېدلے وو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں