د تجارت وزارت بزنس ټو بزنس بارټر ټريډ مېکانزم 2023 نافذ كړو، روسيه، افغانستان او ايران څخه د امپورټ اېکسپورټ فهرست اپ لوډ كړې شو

image

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د تجارت وزارت وفاقي وزير سيد نويد قمر په منظورۍ بزنس ټو بزنس بارټر ټريډ مېکانزم 2023 نافذ كړې شوې چې له مخې به ئې رياستي ملكيتي او نجي ادارې د روسيه٬ ايران او افغانستان څخه د څيزونو په بدل كښې د څيزونو تجارت كولې شي۔ وفاقي وزير تجارت سيد نويد قمر په ماضي قريب كښې بېلو هېوادونو سره د لوړې كچې پلاويو سره په دې لړ كښې بېل ملاقاتونه كړي او بارټر ټريډ سسټم ئې ممكن كړې دې٬ د موجوده حکومت د هېواد د معيشت استحكام لپاره دا يو مثالي قدم دے چې سره به نه يوازې په هېواد كښې غېر ملكي پانګې زياتې شي بلكې تجارت به پراخه شي۔ په دې لر كښې بزنس ټو بزنس بارټر ټريډ مېکانزم 2023 هم جاري كړې شوې دي كوم چې د تجارت وزارت په آفيشل وېب پاڼه هم اپ لوډ كړے شوے دے۔ په دې لړ كحئ د پاکستان سنګل ونډو سسټم او د امپورټ ايکسپورټ لائسنس هم بنيادي شرط دے٬ د څيزونو تجارت لپاره به د اېف بي آر په آن لائن پورټل درخواست كول وي٬ او د څيزونو تجارت لپاره په اړوند هېواد كښې د پاكستاني مشن څخه تصديق هم لازمي وي۔ پاکستان څخه پيۍ، کريم، هګې ، سيريل به ايکسپورټ كېدې شي٬ غوښه٬ د كبانو مصنوعات٬ مېوې٬ سبزۍ هم په فهرست كښې شامل دي٬ وريژې ، بيکري آئټمز،مالګه٬ آئل، پرفيوم او کاسميټکس به هم برآمد كېدې شي، کيميکل، پلاسټك، ربړ، څرمن، د لګري سامان به هم ايکسپورټ كېدې شي۔ پېپر، فټ ويئر، وسپنه، سټيل، پيتل، ايلومينئم، کټلري هم په فهرست كښې شامل دي، پاکستان اليکټرك فېن، هوم ايمپلائنسز، موټر سائيکلز هم برآمد كېدې شي۔ سرجيکل آلات او د لوبو سامان به هم اېكسپورټ كېږي، روسيه څخه د بارټر سسټم له مخې غنم، دالونه، پټروليم مصنوعات به امپورټ كېږي۔روسيه څخه سره او ټيکسټائل مشينري به هم درآمد كېږي٬ ګاٶنډي هېوادونو څخه آئل سيډز، منرل، کاټن به هم درآمد كېدې شي ٬ افغانستان او ايران څخه مېوې٬ سبزۍ٬ مصالحے٬ وچې مېوې به درآمد كېږي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں