وزیراعظم محمد شهباز شریف تركیه سرمایه كارو له په پاكستان كښې د خپلي سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړه

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف تركیه سرمایه كارو له په پاكستان كښې د خپلي سرمایه كارۍ زياتولو بلنه وركړې ده۔ د وزیراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم دا خبره د خالي په ورځ د تركيه دوري په مهال انقره كښې د انادولو ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې كړي۔د پلاوي مشري د كوكاكولا چیف ایګزیكټوآفیسر كرېم یاحی كوله ،پلاوي كښې چیف اسټریټجی آفیسر اتیلا یرلیكایا او دیګر اعلی عهدیدار هم شامل ؤ۔ وزیرِ اعظم د انادولو ګروپ پاكستان كښې سرمایه كاری او د هغې په وجه هېواد كښې روزګار وركول وستائل۔ وزیرِ اعظم د انادولو ګروپ له په پاكستان كښې سرمایه كارۍ زياتولو بلنه وركړه۔ ملاقات كښې وفاقی وزیرِ اطلاعات مرېم اورنګزیب، خاص مرستيال طارق فاطمی او په تركیه كښې د پاكستان سفیر ډاكټر یوسف جنید هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں