اسلام آباد 07 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د د پاكستان كركټ بورډ د منيجمنټ كمېتۍ چيئرمېن نجم سيټهي سره ملاقات كړې او په پاكستان كښې د ډوميسټك كركټ بحالۍ لپاره د پاكستان كركټ بورډ اقداماتو نه خبر كړو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې نجم سيټهي وزيراعظم ته د پاكستان كركټ بورډ بېلو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔نجم سيټهي وزيراعظم په پاكستان كښې د ډوميسټك كركټ بحالۍ لپاره د پاكستان كركټ بورډ اقداماتو نه خبر كړو۔په دې موقع د پاكستان كركټ ډلې په نړيوال ټورنامنټس كښې په شموليت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې راتلونكي كېدونكي اېشيا كركټ كپ په اړه هم مشاورت وشو۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال هم موجود وو