اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) د جنرل كونسل مهمه غونډه نن (د جمعې په ورځ) په اسلام آباد كښې كېږي۔ د مسلم لیګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب په خپل ټويټ كښې ووئيل چې غونډه به د مسلم ليګ (ن) په مركزي سېكرټرېټ چك شهزاد كښې ماسپخين دوه نيمې بجې كېږي۔ د غونډې مشري به د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د ګوند صدر شهباز شريف كوي۔ غونډه كښې به د مريم نواز او حمزه شهباز په شمول د ګوند مركزي مشرتابه ٬ عهدېدار او نور لارښود ګډون كوي۔ په غونډه كښی به انټر پارټي ټاكنې كېږي۔