نړيواله ورورولي دې كشميريانو ته د حق خود ارادايت وركولو كښې خپل بشپړ كردار ادا كړي ۔د سېنېټ چيئرمېن

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو كشمير شخړې حل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د خپلواكه او منصفانه استصواب رائے د لارې ممكن دے ٬نړيواله ورورولي دې په كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي۔د جمعې په ورځ د كشمير حق خود اراديت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ د خپلو وروڼو او خوئېندو جائز مقصد حق خود ارداديت هلو ځلو كښې د هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ ده ووئېل د مقبوضه جمو و كشمير پرامن اولس پرله پسې د ستونزو ښكار دے او نه يواځې د هغوي د حق خود اراديت څخه انكار كېږي بلكې هلته د بشري حقونو خلاف ورزو هم كېږي۔ ده ووئېل د جمو كشمير شخړې پرامن او منصفانه حل د اولسي هيلو له مخې منطقه كښې د تل پاتي امن لپاره ډېر مهم دے

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں