امريكې٬روس او د چين پشمول ځينو هېوادونو د پرائيوېټ ډپلوميسي د لارې د پاك هند تاؤ تريخوالي كمولو له مهم كردار ترسره كړی

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي امريكې٬روس او د چين پشمول ځينو هېوادونو د پرائيوېټ ډپلوميسي د لارې د پاك هند ترمينځه تاؤ تريخوالي كمولو له مهم كردار ترسره كړی٬نړۍ زمونږ نكته نظر منلې٬د هند جارحانه بيانونو باوجود مونږ د زغم څرګندونه كړی٬پاكستان هند سره ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كول او سيمه ايز استحكام٬پرمختګ او په افغانستان كښې امن غواړي۔د شورو په ورځ د اسلام آباد انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز د سيوري لاندې سي پېك كنفرنس ته خطاب او مېډيا سره خبرو كښې خارجه وزير ووئيل خارجه وزارت پاك چين اړيكو كښې د زياتوالي تجويزونو هركلے كوي۔ده ووئيل چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پالېسۍ مركزي ستن ده۔سي پیك د سيمې پرمختګ لپاره د دواړو هېوادونو د خواهش ثبوت دے٬د پلوامه پېښې نه پس د چين قيادت د پاكستان او هند ترمينځه د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل كولو مشوره وركړې۔په دې موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د هند سره د ملټري آپرېشننز ډائرېكټورېټ په كچه اونيزې رابطې بحالولو له چمتو يو٬په نوي ډېلي كښې د پاكستان هائي كمشنر به په يو دوو ورځو كښې هند ته بېرته لاړ شي۔د كرتار پور راهدارۍ په اړه د لوظ نامې پھ مسوده خبرو اترو له به د پاكستان پلاوې په 14 مارچ نوي ډېلي ته ځي او د هند پلاوې به په 28 مارچ اسلام آباد ته راځي۔ د پاكستان او هند ترمينځه د اوسني تاؤ تريخوالې په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب خارجه وزير ووئيل د امريكې خارجه سېكتر پومپيو وياند هم په ډاګه وئېلي وو پرائيوېټ ډپلوميسي د لارې امريكې مثبت كردار ترسره كړې۔چين٬روس٬سعودي عرب٬تركيې٬يو اے اي او د اردن پشمول نورو هېوادونو هم كردار ترسره كړې۔دغې هېوادونو هڅه كړې چې د سفارتكارۍ د لارې تاؤ تريخوالې ختم كړی شي او د هند خارجه وزيرې سشما سوراج او ما سره ئې پرله پسې رابطې كړې وې دغسې ما هغوي ته د پاكستان نكته نظر وړاندې كړې٬ ده ووئېل زه پھ دې خوشحاله يم چې نړۍ زمونږ نكته نظر منلې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان امن خوښې هېواد دے او د سيمې امن استحكام او پرمختګ غواړي٬پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي او د افغان مصالحتي عمل بشپړه

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں