مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د اروپائي ائتلاف د پارلمان غړي سجاد حېدر کریم وليدل

image

اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د اروپائي ائتلاف د پارلمان غړي سجاد حېدر کریم د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د كشمير كشالې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د اروپائي ائتلاف د پارلمان په هيومن رائټس كمېټۍ كښې چې په وړومبي ځل په كوم ډول د كشمير مسئله رامخې ته كړې شوې ھغه د ستائنې ده ٬ د دې كرېډټ پاكستاني نژاد پارلماني غړي لري ۔ ده ووئيل هند د تېرو 71 كالو راهسې په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت انتها كړې ٬ د ځوانانو ماروائے عدالت ژژنې روانې دي او د مېرمنو عصمت دري كېږي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي ووئيل په دې لړ كښې د آل پارټيز پارلماني ګروپ او د ملګرو ملتونو ښكاره راپورونه د ګردې نړۍ په وړاندې دي۔ ده ووئيل زمونږ دريځ د اول نه واضح ٶ چې د كشمير مسئلې حل د طاقت د لارې نه په خبرو اترو ممكن دے او په دې لړ كښې نړيوالې ورورولۍ له په هند فشار اچول پكار دي۔ په دې موقع سجاد کریم د مقبوضه كشمير مسئله په نړيواله كچه په رامخې ته كولو او ګرده نړۍ كښې د پاكستان لخوا په غوره سفارتكارۍ خارجه وزير شاه محمود قرشي له مباركي وركړ

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں