وزیراعظم عمران خان د پاك آرمي او بلوچستان حكومت په شريكه د جديد كارډېك سنټر او ژوب سړك پشمول د مېګا پراجېكټس د بنياد تيګې كېښودې

image

کوئټه 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ كوئټه كښې د پاك آرمي او بلوچستان حكومت لخوا په شريكه د جديد كارډېك سنټر او ژوب (اېن 50سترې لارې) سره د مېګا پراجېكټس د بنياد تيګې اېښودې دي ۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ هم وزيراعظم سره ملګري وٶ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاك آرمي د بلوچستان حكومت سره په ګډه د بلوچستان خوشحال پروګرام له مخې كوئټه كښې جديد كارډېك سنټر جوړولو منصوبه وضعه كړې چې مقصد ئې د يو اے اي سپانسر شوې د يو پي اے پي منصوبو له مخې ځائي آبادۍ ته غوره طبي آسانۍ وركول دي٬ د زړه د رنځونو په دې روغتون كښې به آپرېشن تهېټر ٬ ايكو او د نيوكليئر كارډيو آسانيو پشمول جديدې طبي آسانۍ موجود وي٬ روغتون ماحول دوسته جوړولو لپاره به بائيو ميډيكل وركشاپ او وېسټ مېنجمنټ پلان هم جوړولې شي۔ كوئټه ژوب سړك (اېن 50 ستره لاره) كچلاك ٬ مسلم باغ او په قلعه سېف الله تېرېدو سره به ژوب سره تړلې شي او د كوئټه او ډېره اسماعيل خان ترمېنځه مزل به د 12 نه تر 4 ساعتو پاتې شي چې ورسره به د ځائي آبادۍ د سماجي او اقتصادي پرمختګ سره سره ځائي كاروبار معدنيات او د درنګونو نه علاوه لويو منډيو ته په آسانۍ سره رسنه ترلاسه شي٬ دا ستره لاره به خېبرپښتونخوا څخه د كراچۍ تر بندر ځائ د مصنوعاتو په تندۍ سره نقل او حمل كښې هم مرستياله وګرځي۔ “اېن 50 كوم چې لويديزې پولې سره متوازي بنيادي سيمه ايزه راهدري ده او افغانستان او ايران پاكستان سره پېوست كوي دا د سي پېك لويديز روټ سره هم مهمه رابطه لرلې شي۔ په دستوره كښې وفاقي او صوبائي وزيرانو ٬ پارلماني غړو ٬ سنيئر سول او عسكري چارواكو هم ګډون كولٶ

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں