سي پېك او بي آر ټي د اربونو ډالرو اقتصادي فليګ شپ پروژه ده۔د چين خارجه وزير

image

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د چين خارجه وزير وانګ ئي وئېلي دي سي پېك او بي آر ټي د اربونو ډالرو اقتصادي فليګ شپ پروژه ده٬كوم درېم هېواد ئې هدف نه دے۔د زيارت په ورځ په بيجنګ كښې د پرېس كنفرنس په مهال په خپله وېنا كښې ده ووئيل مونږ په ځينو موقعو دا ښكاره كړې چې بي آر ټي او سي پیك د اقتصادي مرستې پروګرام دے او كوم درېم هېواد د دې هدف نه دې۔ده ووئيل سي پیك او بي آر ټي د كوم هم نورو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې خپلواكي او سيمه ايزو شخړو سره هېڅ واسطه نه لري۔ده ووئيل اوس مونږ د بي آر ټي له مخې د مرستې د لارې د شريكې څوكالۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې كوو٬د تاريخ څخه مونږ ته په ورثه كښې ترلاسه شوې معاملات ته د دې څخه ځانله تناظر كښې كتل پكار دي۔وانګ ئي ووئيل د دې ډول مرستې څخه خپلواكي او سيمه ايز استحكام په اړه د كوم هم هېواد دريځ كمزورې كېدې نه شي۔د چين خارجه وزير ووئيل دوهم بېلټ اينډ روډ د نړيوال پرمختګ لپاره د اپرېل په 25مه نېټھ په بيجنګ كښې كېږي۔په فورم كښې روس٬جاپان٬المان٬برتانيه٬سپين او پاكستان پشمول 37 هېوادونو مشران به ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں