د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي وي د نتظيم نو پحقله د لوړې كچې غونډه

image

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې وزیراعظم د پي ټي وي د تنظيم نو عمل زر تر زره د بشپړ كړې شي دغسې چې دا يو مستحكم او فعاله اداره جوړ شي۔ د وزیراعظم عمران خان دا خبرې د پي ټي وي د نتظيم نو پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، خاص مرستيال یوسف بېګ مرزا، ندیم افضل چن، سناتور فېصل جاوېد، داطلاعاتو سېكتر شفقت جلیل، د پي ټي وي لنډمهاله اېم ډي حسن عماد محمدي او نور لوړو پورو ګډون وكړٶ۔ وزیراعظم ته د پي ټي وي په انتطامي او مالياتي چارو او د تنظيم نو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان قامي تشخص رامخې ته كولو كښې پي ټي وي مهم كردار لري۔ ده ووئيل اوسني واكداران غواړي چې پي ټي وي دې خپلواكه اداره جوړه كړې شي دغسې چې دا قامي تشخص رامخې ته كولو او په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل بشپړه كردار په آزاۍ سره ترسره كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں