خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه(نن پیل كېږي

image

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) خارجه وزارت چارواكي خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته د سعودي ولي عهد لخوا د پاكستان بنديوانانو راخوشې كولو په اعلان د عملدرآمد په اړه بريفنګ وركوي۔د ګل په ورځ د سېنېټ لخوا جاري نوټس له مخې په دې لړ كښې د قائمه كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه(نن)د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې د سناتور ملك محمد احسان الله ټوانه په مشرۍ كښې پیل كېږي۔سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سليمان د پاكستان اوسنۍ دورې په مهال په سعودي كښې د پاكستانو بنديوانانو راخوشې كولو اعلان كړی ؤ ۔په غونډه كښې به د ايران او كويت سره د پاكستان سفارتي اړيكو په موجوده صورتحال هم بحث كولې شي۔دغسې د امريكې لخوا په پاكستان د لګولې شوو د ويزو په بندېزونو به هم خبره كولې شي او په هوائي مېدان د اېف آئي اے اهلكارو او افسرانو د مسافرو سره په غېر پېشه وره او د مرستې نه كولو په اړه به هم بريفنګ وركولې شي

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں