د ازبكستان نائب وزيراعظم عليورګنيوف د خپل پلاوي سره په دوره ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد

image

اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د ازبكستان نائب وزيراعظم عليورګنيوف پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته رارسېدلې دے ۔د خارجه چارو وزارت سينئر عهديدارانو په نور خان هوائي مېدان د ازبكستان نائب وزيراعظم هركلے وكړو۔په دې موقع په پاكستان كښې د ازبكستان سفير فركت صديقوف هم موجود وو۔د سرمايه كارۍ٬خارجه٬تجارت ٬ ټرانسپورټ نائب وزيرانو پشمول اعلٰی كچ پلاوي هم د هغه سره دے۔خارجه دفتر له مخې د ازبكستان نائب وزيراعظم به خارجه وزير سره خبرې اترې كوي او د رېلوے٬منصوبه بندۍ٬قامي غزائي تحفظ٬روغتيا٬تجارت او سرمايه كارۍ بورډ پشمول وفاقي وزيرانو او صلاحكارانو سره ملاقاتونه كوي۔خارجه دفتر بيان كښې وئېلي دي د ازبكستان نائب وزيراعظم د پاكستان دورې څخه به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده ترلاسه شي۔دې سره به شريكې اړيكې لا مستحكمې شي او سيمه ايزو رابطو ته به وده هم ترلاسه شي۔د دې دورې څخه به مينځني آسيا سره د پاكستان رابطو قوي كېدو له هم مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں