اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی)پاكستان تحريك انصاف خېبرپښتونخوا كښې په ضم شوو قبائېلي سيمو كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو لپاره د ټكټ ترلاسه كوونكو كانديدانو حتمي فهرست جاري كړې۔د شورو په ورځ د پي ټي آئي مركزي مېډيا ډيپارټمنټ له مخې پي كے 100 باجوړ ون څخه به انور زېب خان د پاكستان تحريك انصاف كانديد وي۔پي كے 101 باجوړ ټو ته به اجمل خان او د پي كے 102 باجوړ تهري څخه حامد الرحمان به مقابله وي۔پي كے 103 مومند ون څخه رحيم شاه او پي كے 104 مومند ټو څخه به د محمد اسرار مقابله وي۔پي كے 105 خېبر ون او پي كے 106خېبر ټو څخه بالترتيب شاهد حسېن او امير محمد خان آفريدې به د تحريك انصاف كانديدان وي۔پي كے 107 خېبر تهري څخه محمد زبير ته د تحريك انصاف ټكټ وركړې شوې ۔پي كے 108 كرم ون څخه شاهد خان او پي كے 109 كرم ټو څخه به سيد اقبال مياں كانديد وي۔د پي كے 110 اوركزئي څخه به شعيب حسن د تحريك انصاف كانديد وي۔محمد اقبال خان پي كے 111 شمالي وزيرستان ون او اورنګزېب خان پي كے 112 شمالي وزيرستان ټو څخه مقابله كوي۔پي كے 113 سوئېلي وزيرستان څخه افسر خان او پي كے 114 سوئېلي وزيرستان ټو څخه نصير الله خان د تحريك انصاف ټاكټ اخستلو كښې كامياب شوې۔پي كے 115 پخواني پوله ائيزو سيمه ايزو څخه عابد الرحمان مقابله كوي۔د ګوند ټكټ حقدار كانديدانو پريكړه عمومي سېكتر ارشد داد٬د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري او وزيراعلٰی محمود خان پشمول درې كسيزه پارليماني بورډ كړی۔د پارليماني بورډ لخوا اعلان شوو كانديدانو نه علاوه ټولو كانديدانو ته خپل كاغذات نامزدګۍ بېرته اخستلو خواست كړی ۔د ګوند ټكټ لپاره نامزد كانديدانو ته د پاكستان تحريك انصاف مركزي دفتر څخه خپل ټكټس ترلاسه كولو لپاره هم امر شوې