تر څو چې د قومي دولت لوټ كوونكو نه لوټ شوې دولت بېرته نه وي ترلاسه كړې شوې٬ د معيشت لوظنامه به نه كېږي۔ د رېلوے پارلماني سېكتر فرخ حبيب

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د رېلوے پارلماني سېكتر فرخ حبيب وئيلي دي چې تر څو چې د قومي دولت لوټ كوونكو نه لوټ شوې دولت بېرته نه وي ترلاسه كړې شوې٬ د معيشت لوظنامه به نه كېږي۔ د خالي په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اولس دې لپاره مېنډېټ نه دې راكړې٬ په هېواد كښې د قومي ادارې لخوا پېل كړے شوے د احتساب عمل به روان وي۔ ده ووئيل چې اولس تحريك انصاف ته دې لپاره مېنډېټ نه دې وركړے چې هغه غلو سره د معيشت ميثاق وكړي۔ دا په هېڅ صورت ممكن نه دے۔ د احتساب عمل به روان وي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان واضحه كړې چې قومي دولت به په هر صورت راوړلې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں