د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په لندن كښې د آئي آئي اېس ترسيوري لاندې د پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا تناظر په موضوع خبرې

image

پېنډې 22 جون (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې پاكستان پائيدار٬ ناقابل واپسې او مستحكم امن او استحكام ترلاسه كولو ته نزدې دے۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور لخوا په ټويټر جاري شوي پېغام كښې له مخې سرلښكر دا خبرې په لندن كښې د انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز ﴿آئي آئي اېس﴾ تر سيوري لاندې د پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا تناظر په موضوع په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان پائيدار٬ ناقابل واپسې او مستحكم امن او استحكام ترلاسه كولو ته نزدې دے او د ګټور نړيوال شركت٬ مرستې او د سيمه ايزو چېلنجونو د مقابلې د عزم د لارې دا ترلاسه كېدے شي۔ سرلښكر ووئيل چې د سلامتيا په ماحول كښې بهترې سره په پاكستان كښې بهرنې سرمايه كارې لپاره موقعې دي كوم چې د سيمه ايزو روابطو مركز دے۔ سرلښكر ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې د پائيدار او مستحكم امن او استحكام سباؤن په منطقه كښې د مسئلو او د پخوانو شخړو د حل صلاحيت سره تړلې دے۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں