دوهم ټور ډي خنجراب سائيكل رېس٬ د افغانستان په شمول پاكستانۍ لوبډلې اسلام آباد څخه ګلګت ته ورسېدې

image

اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) په دوهم ټور ډي خنجراب سائيكل رېس كښې ګډون لپاره د افغانستان لوبډلې په شمول پاكستانۍ لوبډلې د ګل په ورځ پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد څخه ګلګت ته ورسېدې۔ ټولې لوبډلې به دلته دوه ورځنۍ تربيه ترلاسه كوي۔ د روانې مياشتې په 26 مه نېټه به ګلګت كښې د ټولو لوبډلو منېجرانو ميټنګ وي او دغې څڅه وروستو به د جون په 27 مه نېټه ګلګت څخه تر خنجراب سائيكل رېس پېل شي۔ په دوهم پړاؤ كښې به دا سائيكل رېس ګلګت څخه تر ډوئيكار ٬ درېم پړاؤ كښې هنزه څخه تر سست او څلورم او ورستي پړاؤ كښې سست څخه تر خنجراب وي۔ د ايونټ د پايې دستوره به د جون په 30 مه نېټه كېږي كومه كښې به چې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں