د شفقت محمود د بورډ په امتحانونو كښې پوزيشن ترلاسه كوٶنكو د مدرسې زده كوٶنكو له د انعامونو د وېش دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې هېواد كښې د تعليم يو ډول نظام د وزيراعظم عمران خان وژن دې، د تعليم يو ډول نظام سره به د ديني مدرسو زده كوٶنكې د ډاکټرانو، انجينئرانو او نورو څانګو ته تللې شي۔ شفقت محمود دا خبرې د بورډ په امتحانونو كښې پوزيشن ترلاسه كوٶنكو د مدرسې زده كوٶنكو له د انعامونو د وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل هېواد كښې درې قسم د تعليم نظام سركاري سكولونه ٬ نجي سكولونه او مدرسې كار كوي٬ د دې صورتحال له امله زده كوٶنكو ته د پرمختګ يو ډول موقعې نه ترلاسه كېږي ٬ دا لويه ناانصافي ده او مونږ له به دا ناانصافي ختمول وي۔ ده ووئيل يو ډول تعليمي نظام لپاره قامي نصاب جوړؤ دې مقصد لپاره قامي نصاب كونسل جوړ كړې شوې ٬ كال 2020 په مارچ كښې به د پرائمري تر كچې د تعليم يو ډول نصاب تيار كړې شي، د نصاب په جوړولو كښې ټولو شراكتدارو سره مشاورت روان دې او مشاورت لپاره زياتې غونډې علمائے كرامو سره شوې دي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې عمل كښې په وړومبي ځل د رائيو اتفاق شوې چې د ديني مدرسو زده كوٶنكي به د تعليمي بورډ له مخې امتحانونه وركوي دې سره به دې زده كوونكو ته هم د عام زده كوٶنكو غوندې سندونه جاري كولې شي

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں