خزانې لپاره د وزيراعظم سلاكار ډاکټر عبد الحفیظ شېخ په مشرۍ كښې د آئي اېم اېف پروګرام ترسېوري لاندې صوبو كښ د مالياتي پالېسيو اطلاق حوالې سره د جاج اخستلو غونډه

image
APP11-01 ISLAMABAD: November 01 - Adviser to the Prime Minister on Finance and Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing a meeting at the Finance Division to review the implementation of fiscal policies in the provinces under the IMF programme. APP

اسلام آباد ۔ 01 نومبر (اے پی پی) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاكار ډاکټر عبد الحفیظ شېخ وئيلي دي مالی او بجټ انتظام و انصرام، د ټېکس په بېل بېل رقم شرح او مداخل (ان پټ) اېډجسټمنټ اتفاق، همغږۍ او رابطه كارۍ كښې ښه والي له د وفاقی او صوبائی حکومتونو ترمينځه د مذاكراتو او مكالمې لړۍ روانه ده۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ فنانس ډويژن كښی د آئي اېم اېف پروګرام ترسېوري لاندې صوبو كښی د مالياتي پالېيسيو اطلاق په اړه د جاج اخستلو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د پاكستان په دوره راغلي د آئي اېم اېف مشن مشر رامیریزریګوارنسټو، د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت، د پختونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم خان جھګړا، د بلوچستان د خزانې وزير ظهور احمد بلیدی، د خزانې سېكتر نوید کامران بلوچ، د سندھ حكومت د خزانې خاص سېكتر باقر نقوی، د خزانې وزارت مشرانو او د آئي اېم اېف ځائي چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال د پنجاب، خېبر پختونخوا، بلوچستان او سندھ چارواكو هم د آئي اېم اېف مشن مشر د اړوندو صوبو په اړه خپلو تجربو څخه خبر كړو۔ دوئي د مشن مشر غوره بجټ او مالي پالېسيو كښې استحكام لپاره د پورته كړېدونكو ګامونو او حكمت عملۍ څخه هم خبر كړو۔ د آئی اېم اېف مشن مشر رامیریزریګوارنسټو غونډې ته خطاب كښې ووئيل چې د بجټ دائره كار كښې پاتې كېدو سره خرڅونو ٬ مالياتي انتظام وانصرام او بحالۍ لپاره ګامونه د ستائنې وړ دي۔ بياهم ده د پرمختيائي بجټ مطلوبه هدفونو ترلاسه كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت د لوئيديزې اروپا په ډول يو لوئے معيشت دې۔ په لوئيديزه اروپا كښې هر وګړي له د ټېكس تعريف ٬ تشريح او شرح يوه ده۔ پاکستان كښې صوبو كښې د دوه يا درې ټېكس مقتدره په ځائې يو ډول ټېكس شرح او د ټېكس اېډمنسټرېشن ترلاسه كول ممكن دي۔ ده په دې لړ كښې د مركز او صوبو ترمينځھ همغږي او رابطه كاري وستائله او په دې كښې د لا زياتولو په حاجت ئې زور راوړو

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں