د سعودي سفير په هڅو د پاكستان او سعودي ترمېنځه اړيكې په نوي پړاٶ كښې داخلېږي. پير نورالحق قادري

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې پاكستان به منطقې او نړيوال امن لپاره په هر فورم خپل كردار ترسره كوي، د سعودي سفير په هڅو د پاكستان او سعودي ترمېنځه اړيكې په نوي پړاٶ كښې داخلېږي، په هند كښې د مسلمانانو او د نورو اقليتونو د حقونو څخه سرغړونه كولې شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د رابطه عالم اسلامي په دفتر كښې د مرستې سامان ويشلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې سعودي د سختې په هر وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې او په دې مونږ د سعودي د حكومت مننه كوو. ده ووئيل چې سعودي په هره موقع پاكستان ته د اهميت په سترګه كتلي دي او په هر فورم ئې د پاكستان تائيد او ملاتړ كړے. ده ووئيل چې د سعودي سفير په هڅو د پاكستان او سعودي ترمېنځه اړيكې په نوي پړاٶ كښې داخلېږي.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں