اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د تاجکستان صدر امام علي رحمان به د وزيراعظم عمران خان په بلنه د لوړې كچې پلاوي سره (نن) د شورو په ورځ پاكستان ته راځي۔ د خارجه دفتر له مخې د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د شريكې عقيدې٬ تاريخ او كلتور په بنياد نزدې د وروولۍ اړيكې دي او دا اړيكې په شريك احترام او منطقه كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د مشتركه خواهش له مخې دي٬ مېنځنۍ آسياء سره د نزدې اړيكو او مرستې اضافې لپاره د پاكستان د وژن په تناظر كښې تاجكستان د اهميت وړ دے۔ پاکستان تاجکستان سره د تجارت،سرمايه کارۍ،توان،سيکورټي او د اولسي روابطو لا ژورتيا كښې خوښي لري۔ پاكستان كښې د خپل قيام په مهال به د تاجکستان صدر او وزيراعظم عمران خان د پلاويو په كچه د مذاكراتو مشري كوي۔ د دواړو هېوادونو ډلې به په سيساسي، اقتصادي، تجارتي، سرمايه کارۍ، توان،سيکورټي٬د دفاع، كلتور ،تعليم او سيمه ايزو روابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كولو لپاره په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوظنامو او اېم او يوز لاسليك توقع هم ده۔ د تاجکستان صدر امام علي رحمان به د پاكستان صدر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي۔ د يادونې وړ ده چې صدر امام علي رحمان د 1994 نه پس تر اوسه نهه ځله پاكستان ته په دوره راغلے دے۔ د صدر امام علي رحمان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې ګڼ اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي