پېنډۍ ۔8جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاكستان نه يوازې په جغرافيائي توګه د نړۍ يو مهم هېواد دے بلكې دا د نړۍ تر ټولو غوره پوځ هم لري او د هر څه نه زيات دا چې پاكستان كښې په پروردګار او د هغه په نبي ايمان لرونكے پوځ موجود دے۔ د وزيراعظم عمران وژن له مخې به مونږ دا هېواد د مدينې رياست جوړوو او دلته به د خوږ نبي علېه السلام بېرغ پورته كوؤ۔ هغه ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې د عيدګاه شريف په ډول ستره خانقاه او د پير نقيب الرحمان په ډول مضبوطه عقيده لرونكے شخصيت په پېنډۍ كښې موجود دے۔ مونږ به د پیر نقیب الرحمان او د هغه د زوي په مشرۍ كښې ټول هېواد كښې لاريونونه اوباسوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه عیدګاہ شریف پېنډۍ كښې” نړيوال یا رسول اللہ کنفرنس” ته خطاب كښې وكړه۔ كنفرنس ته د وزيراعظم د مذهبي چارو صلاحكار علامه طاهر اشرفي او د مذهبي چارو پخواني وزير حامد سعید کاظمی په شمول نورو مقريرينو هم خطاب وكړو۔ شېخ رشید احمد ووئيل دلته دا مجمع د نبي پاك مينې له موجود ده۔ نن نړۍ كښې د قال رسول كوم بېرغ چې پير نقيب رحمن پورته كړے دا د آخري نبي خاتم النبيین د مينې بېرغ دے۔ هغه ووئيل كه پروردګار ته منظور وي نو د پير نقيب او د هغه د زوي په مشرۍ كښې به ټول هېواد كښې لاريونونه اوباسو۔ هغه ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې د عيدګاه شريف په ډول ستره خانقاه او د پير نقيب الرحمان په ډول مضبوطه عقيده لرونكے شخصيت پېنډۍ كښې موجود دے