كراچي 13جون (اے پي پي) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اتوار په ورځ په كراچۍ كښې د آرټ كونسل آف پاكستان دوره كړې۔د آرټس كونسل صدر محمد احمد شاه او نورو غړو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔د آرټس كونسل صدر وفاقي وزير ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔چوهدري فواد حسېن د آرټس كونسل په باغيچه كښې بوټې هم ولګولو۔وفاقي وزير د آرټس كونسل د اوپن ايئر تهيټر٬اے سي آډيټوريم٬د ويژول سټوډيو او د لائبريري پشمول د بېلا بېلو برخو دوره وكړه