اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان او امریكې ترمينځھ اړيكې د تير وخت برعكس په حقیقت او باور اډانه دي، زه امريكې ته د نړۍ په وړاندې د د كشمير مسئلې پورته كولو له راغلې يم، امریكا د نړۍ تر ټولو قوي هېواد په حیثیت د مقبوضه كشمیر صورتحال كښې بدلون راوستلې شي، كوم هم شعور لرونكې انسان د اتومي وسلو كارولو او اتومي جنګ سوچ هم نه شي كولې، د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، د افغانستان او ایران شخړې حل كول د نړۍ په ګټه دي۔ دا خبرې ده د امریكې ټیلی ویژن نیټ ورك اېم اېس این بی سی سره په خپله مركه كښې وكړي۔ ده ووئيل پاكستان او امریكا دا مهال د امن شراكت دار دي او بايد هم پھ دغه بنیاد اړيكې ولرلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل امریكا د نړۍ تر ټولو قوي هېواد په حیثیت د مقبوضه كشمیر صورتحال كښې بدلون راوستلې شي چرته چې 9 لكھ هندی عسكرو 80 لكھ كسان محصور كړې دي۔ ده ووئيل كوم هم شعور لرونكې انسان د اتومي وسلو كارولو او اتومي جنګ سوچ هم نه شي كولې، دې لپاره بايد امریكا مداخلت وكړي۔ ده ووئيل زه امريكې ته د نړۍ په وړاندې د د كشمير مسئلې پورته كولو له راغلې يم۔ وزیراعظم ووئيل امریكا د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل د لارې هم خپل كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل حقیقت كښې نړۍ هند ته د يو نيم ارب آبادۍ لرونكې ماركیټ په توګه ګوري او هم دغه وجه ده چې هند مقبوضه كشمیر كښې دغه اقدام كړې۔ عمران خان ووئيل ما اولس مشر ټرمپ ته د امریكې او ایران ترمينځه د ثالثۍ لپاره وئيلي، پاكستان د دې مسئلې حل كولو له هر ممكم هڅې كوي، د افغانستان او ایران شخړې حل كول د نړۍ په ګټه دي۔ وزیراعظم ووئيل د جنګ مخالف كونكې پھ حیثیت ما د امریكې په قیادت كښې پھ جنګ كښې د پاكستان شمولیت مخالفت كړې چې پكښی 70 زره پاكستانیان شهیدان شوي۔ وزیراعظم ووئيل د نائن الیون نه پس هم پاكستان د امریكې د اړڅه د پاكستان يواځې نه پرېښودلو باور نه پس د امریكې ملګرتيا كړي ، امریكې د پاكستان څخه د نورې مرستې غوښتنه كوله خو پھ حقیقت كښې د ناټو دوه نيم لكھ عسكرو هم جنګ كښې كاميابي ترلاسه كولو كښې ناكامه شوي۔