اسلام آباد 24 نومبر (اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په شريكه عقيده٬اقدار او د كلتور په قوي بنيادونو اډانه دي٬سعودي عرب د پاكستان په سخت وخت كښې مرسته كړې٬په سعودي عرب كښې د كار كوونكو پاكستانيانو افرادي قوت د سعودي عرب حكومت لخوا پالنه مثالي ده۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پريس ريليز له نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د كعبې امام پروفيسر ډاكټر شېخ صالح بن عبدالله بن حميد ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې نګران وزيرانو انيق احمد٬مدد علي سندهي٬د وزيراعظم خاص استازي مولانا طاهر اشرفي٬اړوند اعلٰی چارواكو او د سعودي عرب په پاكستان كښې سفير نواف بن سعيد المالكي هم موجود وو۔ ملاقات كښې وزيراعظم په غزه كښې په بې ګناه فلسطينيانو د ظلم او د ماشومانو په قتل عام په سختو ټكو غندنه وكړه۔وزيراعظم فلسطينيانو سره د بشپړه يووالي څرګندونه او په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په شريكه عقيده٬اقدار او د كلتور په قوي بنيادونو اډانه دي٬سعودي عرب د پاكستان په هر سخت وخت كښې مرسته كړې۔وزيراعظم په پاكستان كښې د تعليم او روغتيا په څانګه كښې د پرمختګ لپاره د سعودي په مرسته مننه كولو سره ووئيل په سعودي عرب كښې د كار كوونكو پاكستاني افرادي قوت د سعودي عرب حكومت لخوا پالنه مثالي ده۔ده د خادم الحرمين شريفين او د سعودي ولي عهد په اوسنيو كښې د غزه په صورتحال د اسلامي مشرانو كنفرنس كولو څخه نړۍ ته د مسلمانانو لخوا د فلسطينيانو غېر مشروط ملاتړ له ښكاره پېغام وركړے ۔وزيراعظم په غزه كښې د مرستې سامان رسولو لپاره په سمدستي توګه د راهدارۍ په جوړولو هم زور راوړو ۔د (او ائې سي) اسلامي مرستې تنظيم پليټ فارم څخه د خبري اژانس قيام خوشبينه دے ٬ ده ووئېل د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره په اسلامي تاريخ او كلتور ډاكيو منټريز څخه ځوان كل ته د ماضي په اړه تعليم وركول د وخت ضرورت دے۔دغسې د كعبه امام د پاكستاني افرادي قوت د سعودي عرب پرمختګ او خوشحالۍ كښې مهم كردار ستائنه وكړه۔د كعبې امام د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه تل پاتې اړيكې مثالي وګرځولې۔ده د نوې نسل د اسلامي اقدار له مخې په تربيت زور راوړو۔د كعبه امام د خپلې دورې په مهال د پاكستان لخوا په ښه مېلمستيا هم مننه وكړه۔