د خارجه وزير شاه محمود قريشي په ملتان كښې مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په سي پېك د امريكې د نائب خارجه وزير بيان ردوو٬ پاكستان د سي پېك په اړه د اېلس وېلز رائې سره اتفاق نه لري٬ دا وئيل درست نه دي چې سي پېك سره به زمونږ په قرض كښې اضافه وشي٬ د امريكې بيان سره به په سي پېك هېڅ آغېز ونه شي٬ د سي پېك پروژې به روانې وي٬ كه د امريكې پشمول نور هېوادونه په دې پروژه كښې سرمايه كاري كول غواړي نو مونږ اعتراض نه لرو٬ په هېواد كښې به د سپېځلي احتساب عمل روان وي۔ د اتوار په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې په ناروے كښې د قرآن پاك د بې حرمتې په پېښه د ناروے سفير خارجه دفتر ته طلب كړے شوے و او په دې لړ كښې هغه د پاكستان د اندېښنې نه خبر كړے شوے۔ ده ووئيل چې دې پېښې سره د 1.3 اربه مسلمانانو زړه آزار شوے۔ د ناروے د حكومت نه غوښتنه كوو چې د قرآن د سپكاوي كوونكي په ضد دې كارووائي وكړے شي او سزا دې وركړے شي او د بې حرمتي مخ نيوې كوونكې دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي۔ ده ووئيل چې په سي پېك د امريكې د نائب خارجه وزير بيان ردوو٬ پاكستان د سي پېك په اړه د اېلس وېلز رائې سره اتفاق نه لري٬ دا وئيل درست نه دي چې سي پېك سره به زمونږ په قرض كښې اضافه وشي٬ د امريكې بيان سره به په سي پېك هېڅ آغېز ونه شي٬ د سي پېك پروژې به روانې وي٬ كه د امريكې پشمول نور هېوادونه په دې پروژه كښې سرمايه كاري كول غواړي نو مونږ اعتراض نه لرو٬ په هېواد كښې به د سپېځلي احتساب عمل روان

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں