مسلمانانو او پاكستان ته د پېښو چیلنجونو حل د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم په تعلیمات كښې پروت دے۔د وزیراعظم محمد شهباز شریف د عید میلادالنبی(ص) په موقع پیغام

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ټولو مسلمانانو او په خاص توګه پاکستاني اولس له د عید میلادالنبی(ص) مبارکي وركولو سره وئيلي دي مسلمانانو او پاكستان ته د پېښو چیلنجونو حل د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم په تعلیمات كښې پروت دے ، مونږ له به پخپلو كښې اختلافات هيرول او د هېواد او قام پرمختګ لپاره په ګډه كار كول وي۔ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د 12 ربیع الاول په موقع د قام په نوم په خپل پیغام كښې ووئيل ټولو مسلمانانو او په خاص توګه پاکستاني اولس ته د نبی آخرالزماں حضرت محمد صلی اللہ علیہ وسلم ولادت (عید میلاد النبی) ډير دير مبارك شه ، د 12 ربیع الاول ورځ هغه مباركه ورځ ده كله چې لوي څښتن تر محشر ورځې د ټولو انسانانو لارښودني له ټول انسانیت ته د يو كامل هدایت نور وركړو ۔ده ووئيل د حضرت محمد صلی اللہ علیه وسلم ژوند مبارك،د هغه سیرت طیبه او کردار زمونږ لپاره د لارې يو داسې مشال دے د كوم رڼا به چې تر پاتي نړۍ د هر انسان ژوند لپاره د هدايت ذریعه وي ، د هغه هر عمل او فرمان د دې خبرې څرګندونه ده چې انسانیت څه ډول د ميني ، روادارۍ او انصاف اصولو په اختيارولو د پرمختك په لاره تللے شي۔وزیراعظم ووئيل د نن په دې مشكل دور كښې مونږ له د نبی کریم صلی اللہ علیه وسلم سیرت ته يواځي لوستلو بلکه په هغې عمل کولو ته اړتيا ده،مسلمانان او پاکستان چې نن كومو چیلنجونو سره مخ دے،د هغې حل د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم په تعلیمات كښې پروت دے۔هغه مونږ ته د يووالي ، ميني او ورورولۍ تلقین کړے او هم دا هغه اوصول دي كوم چې مونږ د معاشرتي او اقتصادي مسئلو څخه وېستلے شي، ده ووئېل راځئ چې په دې موقع لوظ وكړو چې خپل مينځي اختلافات هيرولو سره به د هېواد او قام پرمختګ لپاره كار كوو۔شهباز شریف ووئيل نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم عمر له مونږ ته د کمزورو، یتیمانانو او حاجتمندو د مرستي كولو درس راكړے،بايد په نن ورځ مونږ هغه وګړو پلو خاص پام لرنه وكړو كوم چې د غريبۍ ، لوږې او ستونزو سره مخ دي٬دا زمونږ ذمه واري ده چې د نبی پاك صلی اللہ علیه وسلم هغه عمل خپل كړو كوم كښې چې هغه په هر حال كښې د نورو مرستې كولو لپاره چمتو ؤ ۔ده ووئيل په دې موقع بايد مونږ خپل مظلوم فلسطینیان او کشمیریان هم ياد اوساتو كوم چې د ظلم و جبر سره مخ دي، غزہ او فلسطین كښې په بے ګناه وګړو ظلمونه او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كېږي، نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم عمر له د انصاف، آزادۍ او د بشري حقونو تحفظ تعلیم وركرے او بايد په نن ورځ مونږ د مظلومانو سره د يووالي څرګندوني له د هغوي په حق كښې غږ پورته كړو، ده ووئېل مونږ دعا كوو چې لوي څښتن فلسطینيانو او کشمیريانو له آزادي او انصاف وركړي او د هغوي مشکلات لرې كړي،دا زمونږ فرض دي چې د هغه مظلومانو په حق كښې په هر فورم غږ پورته كړو او نړيواله ورورولي د هغوي مرستې له راضي كړو۔ده ووئيل راځئ چې مونږ ټول په دې ورځ لوظ وكړو چې د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم تعلیمات د خپل ژوند برخه وګرځوو او د هغې په رڼا كښې خپله ټولنه ښه ، د ټولو لپاره يو برابر او امناكه ځاے جوړ كړو،دعا كوو چې لوي څښتن پاکستان د امن، پرمختګ او سوكالۍ مركز وګرځوي او مونږ ټولو له د نبی کریم صلی اللہ علیه وسلم په سیرت د عمل کولو توفیق راكړي۔

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں