د پاك پوځ ځوان شاهد نواز شهيد خپل كلي بيټ ګلي كښې خاورو ته وسپارلې شو

image

هری پور ۔ 19 اګست (اے پی پی) د هري پور لرې پروت یونین کونسل بیټ ګلی سره تعلق لرونكي د پاك پوځ ځوان شاهد نواز تنولي په هېواد ځان قربان كړو۔ دده د جنازې لمونځ سحر 9 بجې دده د پلار نيكه كلي كښې ادا كړې شو۔ د پاك پوځ شهيد شوي ځوان شاهد نواز تنولي د كورنۍ يو تن خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل شاهد نواز تنولي وانا كښې د قوم او هېواد حفاظت كولو په مهال د ترهګرو مقابله كښې په خپل ګران هېواد قربان شو او د شهادت لوړه درجه ئې ترلاسه كړه۔ په دې ټول قام ته وياړ دې۔ ده ووئيل تنولی قوم قوم او هېواد لپاره د پاكستان جوړېدو راهېسې تردې دمه بلها قربانۍ وركړې دي او وركوي به۔ د شهید شاهد نواز تنولی د جنازې لمونځ كښې د سيمې د هر مكتب فكر كسانو او عامو وګړو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ د پاك پوځ يوې ډلې د ده مړي ته سلامي وړاندې كړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں