پاكستان كښې د رجسټرډ افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان كښې د رجسټرډ افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ سږ كال 5 زره رجسټرډ افغان كډوال خپل هېواد ته تللي دي۔ خپل هېواد ته تلوونكو رجسټرډ افغان كډوالو ته د كډوالو نړيوالې ادارې يو اېن اېچ سي آر لخوا سړي سر 200 ډالره وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د يو اېن اېچ سي آر نمائنده قېصر خاان اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د روان كال اولني مارچ څخه تر دې دمه 5 زره رجسټرډ افغان كډوال بېرته افغانستان ته تللي دي۔ ده ووئيل بېرته تلوونكو افغان كډوالو ته د يو اېن اېچ سي آر لخوا سړي سر دوه سوه ډالره وركولې شي۔ قېصر خان ووئيل خپل هېواد ته بېرته تلونكي رجسټرډ افغان كډوال دې د كوم زحمت نه ځان ساتلو له د يو اېن اېچ سي آر مركزونو پېښور او كوئټه څخه ټاكلې نېټه ترلاسه كړي او يوه ورځ وړاندې دې اړوند مركز سره ټېلفوني تماس باندې خپل بېرته تګ باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں