ډيجيټل نړۍ كښې د ناسمو خبرونو لاره نيول يو چېلنج دے٬ په ميډيا وركوونكې ځينې معلومات سم نه وي

image
APP57-05 LAHORE: December 05 - President Dr Arif Alvi addressing during the 3rd day of 31st AdAsia 2019 Congress. APP photo by Rana Imran

لاهور 05 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ډيجيټل ورلډ كښې د ناسمو خبرونو لاره نيول يو چېلنج دے٬ په ميډيا وركړې كېدونكې ځينې معلومات سم نه وي٬ پاكستان غېر ملكي سېلګرو لپاره محفوظ او زړه راښكونكې هېواد دے ۔ د زيارت په ورځ اېډ اسياء كنفرنس ته خپلې وېنا كښې اولس مشر ډاكټر ووئيل نن ورځپاڼې د خبرونو په ځائ په رائيو آډانه وي٬ په هره څانګه كښې د روپو د ستنولو ضمانت ضروري وي٬ په ننني دور كښې د ميډيا بېلا بېلې ذريعې كار كوي۔ ده ووئيل په ميډيا وركونكې ځېنې معلومات سم نه وي٬ په اشتهاراتو سم معلومات وركول پكار وي۔اولسمشر ووئيل د هند په ټول ټاكنو كښې په سوشل ميديا 80 فيصده ناسم خبرونه وركړې شوي ۔ اولس مشر ووئيل په اوسنۍ نړۍ كښې اېډورټائزنګ د رابطو يوه مجموعه وه٬ ډيجيټل نړۍ كښې د ناسمو خبرونو لاره نيول يو چېلنج دے۔ ده ووئيل پاکستان غير ملکي سېلګرو لپاره محفوظ او زړه راښكونكې هېواد دے٬ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې غېر ملكي استازي به په بېرته ستنېدو د پاكستان سفير كردار ولوبوي٬ د ګردې نړۍ نه د راغلې غېر ملكي استازو پاكستان ته د راتګ هركلې كوٶ۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں