د خاص ماشومانو تعليم روان ساتلو لپاره خنډان لرې كول د حکومت زمه واري ده۔ شفقت محمود

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د خاص ماشومانو تعليم روان ساتلو لپاره ټول خنډان لرې كول د حکومت زمه واري ده ٬ پوهنتونونو ته د خاص زده كوٶنكو رسنې آسانولو لپاره خاص پروګرام وړاندې كوٶ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اېچ اي سي كښې د بېلا بېلو پوهنتونونو خاص زده كوٶنكو ته الېكټرك وهيل چيئرز وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئېل زه د خاص زده كوٶنكو په دستوره كښې په ګډون كولو خوشحاله شوې يم٬ ده ووئيل تعليم د ماشومانو بنيادي حق دے او پوهنتونونو كښې خاص زده كوٶنكو لپاره رېمپ ضروري دے۔ ده د ميډيا د لارې د نجي پوهنتونونو انتظاميې ته پېغام كښې ووئيل خپلو ادارو كښې د خاص زده كوٶنكو آسانۍ لپاره دې بايد خاص اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل دا مهال 205 پوهنتونونه فعاله دي او نزدې سباٶن كښې دا لا زياتوو۔ وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل خاص زده كوٶنكو لپاره به ډېر زر يوه پاليسي معرفي كړٶ۔ په دې موقع د هيومن ريسورس ډائرېكټر رضا چوهان هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د بېلا بېلو پوهنتونونو زده كوٶنكو د وزيراعظم عمران، د تعليم د وفاقي وزير شفقت محمود او د اېچ اي سي مننه وكړه۔ د دستورې په پائي كښې زده كوٶنكو ته الېكټرك وهيل چيېرز او اېوارډز هم وركړې شول

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں