اېم پی سكیل پالیسی 1998 كښې معارفي شوې وه،په دغه پالیسۍ په مختلف وختونو كښې نظرثانی كېږي ۔ د خزاني نګران وفاقي وزیره

image

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د خزاني نګران وفاقی وزیري ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي اېم پی سكیل پالیسی 1998 كښې معارفي شوې وه،په دغه پالیسۍ په مختلف وختونو كښې نظرثانی كېږي، اېم پی سكیل له مخې په مشاهره كښې د 48 فیصده اضافې منظوری وزیراعظم او كابینه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر رضا ربانی د پام راګرځونې په نوټس د خزاني نګران وزيري ډاكټر شمشاد اختر ووئيل د سول سروس تربیه په جلا انداز كېږي ٬ اېم پی سكیل پالیسی 1998ء كښې معارفي شوې وه او د دې مقصد دا ؤ چې په نجی څانګه كښې د ښې كاركردګۍ مظاهره كوونكي په سركاری څانګه كښې شامل كړے شي دغسې چې د سركاری څانګې هم مرسته وكړې شي او هغه ګټه وره شي ۔ دې ووئيل په اېم پی سكیل په مختلف ادوار كښې نظر ثانی كېږي او كله چې هم په دې نظر ثانی شوې هغه د هغه وخت سیاسی قیادت په منظورۍ سره شوې ٬ په آخری ځل په جولائی 2017 كښې برې نظر ثانی شوې وه، دې ووئېل اېم پی سكیل كښې 48 فیصده اضافه وزیراعظم، كابینه او د اسټیبلشمنټ منظورۍ نه پس وركړې شوي،په دې كښې هاؤس رینټ او یوټیلټیز هم شامل كړے شوي دي

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں