امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د آزادۍ ورځې په اړه د استحکام پاکستان کنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې، د آزادۍ ورځ هر قام لپاره د خوشحالۍ او اتحاد ورځ وي٬ بايد مونږ يو فعاله او پرعزم نسل جوړ كړو كوم چې د چېلنجز مخه نيولې شي او خپل هېواد له په نړيواله كچه ځانګړے مقام ترلاسه كولو كښې كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د يوم آزادۍ په حواله د استحکام پاکستان کنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع راځۍ چې مونګ عزم وكړو چې مونږ به خپل قام د پرمختګ په لاره روانوٶ، خپل روايات او كلتور ځاے ساتلو سره به جديديت او جدت پلو ځوو٬ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته زمونږ لازواله قربانۍ رايادوي۔ ده ووئيل پاكستان نن د نړۍ اووم اتومي قوت دے ٬ په كوم هېواد كښې چې د سائيكل پرزې قدرې نه جوړېدې ھغه نن هېواد جے اېف 17 جنګي الوتكې په فضا كښې الوځوي۔ ده ووئيل د كال 1947 څخه تر 2024 سفر كښې يو شمير كاميابۍ ترلاسه شوي٬ مونږ يو تاريك سفر كړے٬ كه مونږ خپله موازنه د نورو هېوادونو سره وكړو نو مونږ ډېر وروستو پاتې يو، کوريا، ويتنام، ماليزيا، چين، بنګله ديش څو كاله وړاندې زمونږ نه ډېر شاته روان وو٬ آيا په دغه هېوادونو كښې ذهانت، صلاحيت، ديانت او وسائل زمونږ نه زيات دي؟ ده ووئيل پاکستانيان د نورو هېوادونو نه زيات ذهين او وفا كوٶنكي دي۔ ده ووئيل د ترقۍ سفر يو سائنس دے٬ كوم هېواد چې پرمختګ كړے ھغوي په څلورو اصولو عمل كولو سره د ترقۍ په صف كښې شامل شوي٬ امن، استحکام ،د پاليسو تسلسل او اصلاحات٬ په كوم هېواد كښې چې سياسي استحکام نه وي نو هلته به څوك يوه پېسه ونه لګوي ۔احسن اقبال ووئيل تعليم، صحت، سائنس، ټيکنالوجي او برآمدات كښې پاکستان پ اول صف كښې شاملېدے شي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں