د پاكستان پرمختګ او بهترۍ لپاره به هر كس له خپل انفرادي كردار تر سره كول وي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه وئېلي دي د پاكستان پرمختګ او بهترۍ لپاره به هر كس له خپل انفرادي كردار تر سره كول وي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې مالي زيان برداشت كړې٬د نېشنل ايكشن پلان د لارې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كښې لويه مرسته ترلاسه شوې۔د شورو په ورځ د نېشنل ايكشن پلان په اړه وركشاپ ته په خپله وېنا كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل د اے پي اېس پیښې نه وروستو نېشنل ايكشن پلان مرتب كړی شوې په كوم چې ټول سياسي ګوندونه متفق دي۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او بهترۍ لپاره به هر كس له خپل انفرادي كردار ادا كول وي۔په وركشاپ كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو٬پوليس او د كورنيو چارو وزارت چارواكو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں