د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د معاشي ډلې غونډه

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د معاشي ډلې غونډه د زيارت په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران مخدوم خسرو بختيار، عمر ايوب، حماد اظهر، محمد ميا سومرو، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داود، د اصلاحاتو سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، يوسف بېګ مرزا، شوکت ترين، د اېف بي آر چيئرمېن شبر زېدي، د سرمايه كارۍ بورډ چيرمېن٬ د اېن ډي اېم اے چيېرمېن او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح معاشي نظام په مستحكم بنيادونو چلول دي چې په نتيجه كښې به ئې د روزګار موقعې پېدا شي٬ د سرمايه کارو باور به زياتېږي او ځائي صنعتونه به وده ومومي۔ په غونډه كښې د كوچنو او مېنځنيو صنعتونو ودې ٬ د خراب صنعتونو بحالۍ او د تعميراتو سېكټر ته د مراعاتو وركولو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ ټول 687 صنعتونه دي چې په سمدستي توګه بحالۍ لپاره ئې اقدامات كېدې شي۔ غونډه خبر كړې شوه چې د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ له مخې به د دې بحالي ممكن كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې په 60 ورځو كښې دې د تفصيلي پلان له مخې ددې يونټس بحالۍ لپاره چې كومو قوانينو او انتظامي اصلاحاتو ته اړتيا ده ھغه دې بشپړ كړې شي٬ د كوچنو او مېنځني صنعتونو ودې په اړه غونډه خبر كړې شوې چې په اېس اېم ايز كښې دا مهال سرمايه کاري د جديد ټيکنالوجي د استعمال کمې، د هنر مند كسانو كمې ٬ په قوانينو كښې بدلون٬ په سميډا كښې اصلاحات او د ريسرچ فقدان غوندې مسئلو سره مخ ده۔ په دې لړ كښې وزيراعظم امر وكړٶ چې نجي سېكټر دې د اېس اېم ايز ودې لپاره شامل كړې شي٬ كاروبار كښې دې آسانۍ پېدا كړې شي دغسې چې سرمايه كارۍ د څه دقت او وېرې نه غېر سرمايه كاري وكړې شي٬ په ځائي كچه دې كوچنو صنعتي يونټس ته ترجيح وركړې شي دغسې چې د روزګار موقعې پېدا شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې په يوه اوونۍ كښې دې د اېس اېم ايز ودې لپاره بشپړه اېكشن پلان وړاندې كړې شي چې پكښې د بېلا بېلو هدفونو ترسره كولو لپاره د خاص مودې تعين شامل وي٬ د تعميراتو سيکټر لپاره د مراعاتو وركولو په اړه ووئيل شول چې په دې څانګه كښې اړوند صنعتونو ته به ډېر زر ټېكس مراعات وركړې شي۔ د سټيل او سيمنټ صنعتونو د سېلز ټېكس په اړه وزير اعظم د خزانې سلاحكار ته امر وكړو چې ھغه اېف بي آر ٬ نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ او صوبائي حكومتونو سره په ګډه لائحه ترتيب كړي او تر راتلونكې اوونۍ دې راپور وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې معاشي ډلې سره به پرله پسې غونډې كولې شي چې زيات مهم مقصد ئې بېن الوزارتي همكاري زياتول دي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں