ډاكټران رنځورانو سره بايد د شفقت او خواخوږۍ معامله وكړي۔ د معالج په حېث دې د رنځونو مخنيوي او روغتيا پلو زيات پام وګرځوي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي بهوربن كښې اووم نړيوال آرتھوډونټک کنفرنس ته خطاب

image

بھوربن۔ 21 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ډاكټرانو زور راوړې دې چې هغوي دې رنځورانو سره د شفقت او خواخوږۍ معامله وكړي۔ د معالج په حېث دې د رنځونو مخنيوي او روغتيا پلو زيات پام وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ بهوربن كښې اووم نړيوال آرتھوډونټک کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس اهتمام پاکستان اېسوسی اېشن آف آرتھوډونټسټس(پی اے او) كړې وو۔ اولس مشر څوك چې د اېسوسي اېشن مؤسس صدر هم پاتې شوې دې كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل مصنوعی ذهانت تشخیصی صلاحیتونو كښې اضافه كړې ده چې ورسره د معالج په توګه د ډاكټرانو د كردار اهميت زيات شوې دې۔ دې سره سره د دندان سازۍ د تعليم معيار هم زيات ښه شوې دې۔ په صحت عامه كښې د دندان سازۍ كردار رامخې ته كولو سره اولس مشر په ډاكټرانو زور راوړو چې هغوي خلق رنځونو څخه بچ كولو له اولس كښې شعور بېدارولو له كار وكړي۔ د دندان سازۍ خپلې تجرې يادولو سره اولس مشر ووئيل زه د 80 لسيزې څخه آزاد ډېنټل كونسل جوړولو او اولسي شعور له كار كوم۔ ده ووئيل زه د ډېنټل کالج جوړولو لائسنس ترلاسه كوؤنكې اولنې وګړې ووم۔ ده په ټولو ګرېجوېټس زور راوړو چې دوئي بايد خپلو زده كړو او پېشې ته زياته پام لرنه وكړي دغسې چې د نوې چېلنجونو مقابله وكړې شي۔ د پی اے او صدر اولس مشر ته شیلډ وړاندې كړو۔ دې څخه وروستو اولس مشر د ملكي او غېر ملكي مندوبينو ترمينځھ ايوارډز ووېشل۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں