د پاك بحريه مشر چيف آف دي نېول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي د پاك بحريه د جنګي مشق رباط د جاج اخستو نه پس ګډون كوونكو ته وېنا

image

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر چيف آف دي نېول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي وئيلي دي چې د دښمن د هر ډول جارحيت به سم ځواب وركولې شي٬ پاك بحريه د پاك وطن د بحري پولو دفاع لپاره هر وخت چمتو ده۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاك بحريه د جنګي مشق رباط د جاج اخستو نه پس ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د پاك بحريه وياند له مخې د جنګي مشق مقصد د پاك بحريه د آپرېشنل تيارې جاج اخستل دي۔ په مشق كښې د پاك بحريه د ټول فېلډ كمانډ پشمول پاكستان ايئر فورس هم برخه اخلي۔ د جنګي مشق په مهال د بحري او هوائي جهازونو نه د مېزائل فائرنګ كاميابه څرګندونه هم وكړې شوه۔ د وياند له مخې نېول چيف د مېزائل فائرنګ مشاهده وكړه او د پاك بحريه په آپرېشنل تيارې ئې د مكمل اعتماد څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں