وزیراعظم عمران خان سره د سندھ ګورنر عمران اسماعیل وليدل، د صوبې په چارو د خيالاتو څرګندونه

image

کراچۍ 21 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د سندھ ګورنر عمران اسماعیل د ګل پھ ورځ ليدلې دي او هغه سره ئې د صوبې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د سندھ ګورنر وزیراعظم په صوبه او په خاص توګه کراچۍ كښې د وفاقی حکومت په فنډز د روانو پروژو پیشرفت څخه خبر كړے۔ ګورنر وزیراعظم د سیاسی صورتحال او سندھ كښې د اپوزیشن ګوندونو د نقطه نظر څخه خبر كړو۔ ملاقات كښې د بيلو سیاسی ګوندونو په همكارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سندھ ګورنر او د پاکستان تحریك انصاف ځائې قیادت سره د ملاقاتونو نه پس به وزیراعظم سره د اېم کیو اېم او ګرینډ ډیموکریټك الائنس (جی ډی اے) پلاوي هم ملاقاتونه كوي

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں