په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق او د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق وئېلي دي چې قائداعظم محمد علي جناح يو عظيم ليډر او سټېټ مين و٬د هغه په افكارو عمل كولو سره بې شمېره مسئلې حل كېدې شي٬ د قائداعظم د كشمير پھ اړه تحفظات رېښتوني ثابت شوي٬ د كشمير مسئلې په اړه د هېواد ټول سياسي ګودونه٬ادارې او قوم يو موټې دي٬د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قرادرادونو له مخې حل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګنونه ده د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې د اسلام آباد په ځايي هوټل كښې سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ راجه محمد ظفرالحق ووئيل چې د پاكستان پھ سياسي ګوندنو كښې اختلافات ضرور دي خو د كشمير مسئلې په اړه مونږ٬ټولې ادارې او ټول قوم يو موټې يو۔ ده ووئيل چې خپل ځان ته جمهوري هېواد ويونكې هند د خپل اقدام په سبب په ګرده نړۍ كښې بې نقابه شوے٬مقبوضه كشمير سره سره هند كښې اوسېدونكو اقليتونو سره د غېر انساني سلوك څخه د د هغوي په ضد پھ ګرده نړۍ كښې غږ پورته كول پیل شوي٬د بېلو هېوادونو په پارليمانونو كښې هم د هند په ضد غږ پورته كېدل پېل شوي كوم چې د پاكستان او كشميريانو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل چې بنګله دېش سره خپلې اړيكې ښه والي لپاره اقدامات كول كول پكار دي او د موجوده وزيراعظم وژن هم دغه دے او پھ دې اړه هغه د بنګله دېش وزيراعظم سره ټېليفوني تماس نيولو سره د هغه تپوس پوښتنه هم كړې۔ راجه محمد ظفرالحق ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح په ژوند او خذماتو مونږ له كتابونه پھ بېلو هېوادونو كښې خپرول پكار دي او د كشمير پھ اړه دې هم كتابونه ګردې نړۍ ته ولېږلې شي دغسې چې د مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كړی شي۔ سېمينار ته د وېنا كولو په مهال د كمشير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام ووئيل چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېږي۔ كشميري اولس د كال 1947 څخه تراوسه د آزادۍ په هڅو كښې د لكونو په شمېر قربانۍ وركړې دي٬اوس وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د دې مسئلې حل رايستلو لپاره اقدام وكړي۔ سېمينار ته د حريت مشرانو هم وېنا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن