مولانا فضل الرحمان ذاتی ګټو له د آزادي مارچ پروپېګنډا كوي۔ چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي مولانا فضل الرحمان ذاتی ګټو له د آزادي مارچ پروپېګنډا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير په مولانا فضل الرحمن يا جمعيت علماﺀ اسلام (ف) د جمهوري نظام په ضد سازش كولو له پاكستان پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ (ن) څخه د لوئې رقم اخستو تور لګولو سره وئيلي دي دې د خپلو بنديوانو خوشې كولو له حربې كاروي كوم چې د كرپشن تورونو سره مخ دي۔ ده ووئيل د جے یو آئی (ف) مشر د اسلام آباد لاك ډاؤن له د 5 زره كسانو جمع كولو په پوزيشن كښې نه دې۔ ده زياته كړه چې موجوده حكومت به د سولييز احتجاج په لاره كښې كوم خنډ نه ولاړوي۔ ولې كه د قانون خلاف ورزي وكړې شوه نو قانون به حركت كښې راشي۔ ده ووئيل د مارچ په شا اصلي مقصد د پي پي پي او مسلم ليګ مشرتابه په ضد د احتساب عمل ودرول او ديني مدارسو كښې د اصلاحاتي عمل په لاره كښې خنډ رامخې ته كول دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں