د وزيراعظم عمران خان كامياب جوان پروګرام پرانستې دستورې ته خطاب

image
APP80-17 ISLAMABAD: October 17 – Prime Minister Imran Khan addressing Youth gathering after launch of “Kamyab Jawan” program. APP

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت د ځوانانو پرمختګ او هغوي په خپلو پښو اودرولو له اقدامات كوي٬د كامياب جوان پروګرام ترمخه د هېواد لس لكه ځوانانو له به په مېرټ 100 اربه روپۍ قرض وركولې شي٬ 25 فيصده قرض به مېرمنو له وركولې شي٬ 1 لك قرض به د سود نه غېر وركولې شي٬ 1 لك ځوانانو له به د ټېكنالوجي تربيه وركولې شي۔د زيارت په ورځ كامياب جوان پروګرام پرانستې دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د كامياب جوان پروګرام په وړومبي پړاؤ پیل كولو ټول قام ته مباركي وركوم٬پھ نړۍ كښې هغه قوتونه مخ په وړاندې ځي په كومو كښې چې د مېرټ نظام وي٬د كامياب جوان پروګرام ښه والې دا دے چې دا په مېرټ دے٬مونږ غواړو چې مېرټ تر ټولو اول وي او مېرټ د جمهوري نظام ښه والې وي۔ده ووئيل په نړۍ كښې په مېرټ عمل كوونكې قامونه پرمختګ كوي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د مېرټ نظرانداز كېدو سره مسئلې راپېدا شوي۔د پاكستان تحريك انصاف حكومت په مېرټ او سپيځلتيا باور لري٬د پرمختګ لپاره مونږ له به د مثبت سوچ سره اهداف تر نظره ساتل وي۔وزيراعظم ووئيل په تاريخ كښې څوك هم د دولت په بنياد ژوندې نه شي پاتې كېدې۔د انسانيت خذمت په تاريخ كښې مهم دولت دے۔ده ووئيل د لويې انسان جوړېدو لپاره د نبي پاك(ص)ژوند به بيا بيا لوستل وي۔حضور پاك(ص) تعليماتو د انسان په تاريخ كښې انقلاب راوستلې۔ده ووئيل د حقيقي بدلون لپاره په سوچ كښې بدلون راوستلو ته اړتيا ده۔وزيراعظم د كامياب پروګرام تفصيلاتو څخه خبرولو كښې ووئيل په دې كښې د ځوانانو لپاره 100 اربه روپۍ قرض اېښودې شوي ٬ 25 فيصده به د مېرمنو لپاره وي او تر يو لك قرض به د سود نه غېر وركولې شي٬ په 45 ضلعو كښې پسمانده طبقو له به قرض وركولې شي٬لس لكه ځوانانو له قرض وركول زمونږ هدف دے او دا ټولې قرض به په مېرټ او د چا د سفارش نه بغېر وركولې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل ځوانان لويې طاقت دے او ځوانانو له به هنر وركولې شي۔دې لپاره به لس اربه روپۍ خرڅ كولې شي٬يو لك ځوانانو له به د ټېكنالوجي تربيه وركولې شي٬ده ووئيل كه سوداګر ټېكس نه وركوي نو هېواد به څنګه مخ په وړاندې ځي٬مونږ له به خپل ذهن بدلول وي۔ په قرض اخستلو قامونه نه جوړېږي٬مونږ له به په خپلو پښو اودرېدل وي او دې لپاره به د ټېكس وركول وي۔د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار په دې موقع ووئيل د سختو معاشي حالاتو سره حكومت 100 اربه روپو سره دا پروګرام پېل كړی۔ده ووئيل تېرو حكومتونو ځوانان نظرانداز كړي٬د هېواد 86 فيصده آبادي د 20 كاله څخه په كم عمره ځوانانو مشتمل ده٬دا پروګرام به ځوانان د څوكالۍ پلو بوځي او دا به د هغوي د خپلواكۍ پلو وړومبنې اقدام وي۔ده ووئيل د ځوانانو پرمختګ لپاره د صوبو سره به ګډه اقدامات كوو۔ده ووئيل د كامياب جوان پروګرام ترمخه د قرض وركولو لپاره سپيځلې نظام وضعه شوې او دا سسټم داسې جوړ شوې چې په دې كښې به د چا سفارش قبلولې نه شي۔په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعات خاص مرستيال فردوس عاشق اعوان د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د سياسي چارو خاص صلاحكار نعيم الحق٬د ځوانانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار پشمول د وفاقي او صوبائي كابينې غړي او د تحريك انصاف لارښود هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں