د معاشيات نوموړے كار پوهه ډاکټر محمد شهباز د نړۍ په لويو لسو شخصياتو كښې شامل شو

image

ملتان 24 نومبر (اے پي پي) د انرژي اکنامکس او ماحوليات په مېدان كښې د پاكستان پېژندګلو جوړېدونكے د معاشيات نوموړے كار پوهه پروفېسر ډاکټر محمد شهباز د نړۍ په وړومبو لسو لويو معيشت مدارو كښې شامل شوے دے ۔ د معاشيات پشمول د نورو مضمونونو او د پوهنتونونو درجه بندي كونكې معتبر ادارې “اے ډي سائنټيفك انډېکس” د نوې درجه بندۍ له مخې پروفېسر ډاکټر محمد شهباز عصري ماحولياتي تقاضو ته نوے سمت وركولو په سبب ګرده نړۍ كښې يو شمېر نوميالي معيشت مدار وروستو پرېښودو سره په لس لولو شخصياتو كښې شامل شوے دے۔ د يادونې وړ ده د ډاکټر محمد شهباز سائيټيشن 70 زرو ته نزدې دي او د دوه درځن نه د زياتو نصابي او غېر نصابي كتابونو ليكوال هم دے۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں