پي آئي اے فعاله ٬ موثره او ګټوره اداره جوړولو لپاره به حكومت د ادارې د انتظاميې مرسته كوي۔ د ډاکټر عبدالحفيظ شېخ

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ قامي ايئر لائن (پي آئي اے) پي آئي اے فعاله ٬ موثره او ګټوره اداره جوړولو لپاره د آزاد او كوټلي بزنس پلان په مرتب كولو زور رواړې۔ ده دا خبرې د پي آئي اے صدر او چيف اېګزېكټو افسر اېئر مارشل ارشد ملك او د ھغه ډلې سره د ملاقات په مهال كړې۔ په دې موقع د پي آئي اے صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر او انتظاميې د وزيراعظم سلاحكار ته په آپرېشنل خرڅونو كښې د كمي٬ د آثاثو كوټلې استعمال او د ښه انتظامي اقداماتو د لارې په ريونيو كښې اضافې لپاره د اقداماتو په اړه بريفنګ وركړٶ۔ د وزيراعظم سلاحكار ووئيل حكومت غواړي چې پي آئي اے خپلې اثاثې په ښه ډول وكاروي ٬ رېونيو زياته كړې په ښه ډول كار كولو سره مالياتي نظم و ضبط باوري كړي۔ په دې موقع په يو شمېر اړوندو چارو سره سره د حج فلائټ آپرېشن په اړه هم د خيالاتو څرګندونه اوشو

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں